هرات کې د (بصیرت نوین)  په نوم فرهنګي مرکز پرانیستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۵
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د (بصیرت نوین) په نوم فرهنګي مرکز د یو شمېر فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو، شاعرانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل شو، چې د علمي، فرهنګي او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره به د ځوانانو د پوهاوي او فکري وړتیاوو د لوړولو په برخه کې اغېزمن کار وکړي.
د (بصیرت نوین) فرهنګي مرکز مسؤول وویل: د دې مرکز د جوړېدو موخه د ځوانانو د فکري او فرهنګي پوهاوي لوړول، د سالم فکر عامول، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کول او د فکري جګړې پر وړاندې د ځوان نسل د پوهاوي زیاتول دي. نوموړي زیاته کړه، دغه مرکز به د علمي او فرهنګي غونډو، روزنیزو سیمینارونو، ادبي پروګرامونو، د کتاب لوستلو پروګرامونو او بېلابېلو ښوونیزو ټولګیو په جوړولو سره د ځوانانو علمي او فرهنګي ظرفیتونه لوړ کړي او په فرهنګي فعالیتونو کې به د ځوانانو د پراخ ګډون زمینه برابره کړي.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د دغه مرکز پرانیسته یو ارزښتمن اقدام وباله او د فرهنګي او ادبي پروګرامونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ. مسؤلینو زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي مرکزونو، ادبي ټولنو او هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د ځوان نسل د علمي، فکري او فرهنګي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې هرات ولایت په وروستیو کلونو کې د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د پام وړ ودې شاهد دی او د فرهنګي مرکزونو جوړېدل، د ادبي ټولنو پراختیا، د علمي غونډو او د کتاب لوستلو پروګرامونو ترسره کېدل په دې ولایت کې د فرهنګي پرمختګونو څرګندونه کوي.

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی 

به ریاست مولوی رحمت الله ریحان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی راه‌اندازی گردید. هدف از برگزاری این نشست، ایجاد هماهنگی بیشتر در زمینه فعالیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۷
Background image

فراهم کردن زمینه آموزش رایگان برای ده‌ها جوان در کندز 

آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز، زمینه آموزش رایگان زبان انگلیسی را برای ده‌ها جوان بی‌بضاعت در این ولایت فراهم کرد.
آمر امور جوانان گفت: جوانان باید از فرصت‌های. . .

BACK TO NEWS