جاغوري ولسوالۍ کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریت په همغږۍ جاغوري ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو، زده‌کوونکو او زده کړیالانو ته د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له هېواد څخه بهر فعالیت کوونکو رسنیو ته چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف خپرونې لري پام ونه کړي.
نوموړي د رسنیزې پوهې، د رسنیو د فعالیت د اصولو، د درواغو خبرونو او اوازو د پېژندلو لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ځینې بهرنۍ رسنۍ د ژورنالیزم اصول او اخلاق نه مراعتوي. ښاغلي نثار له ځوانانو څخه وغوښتل چې د تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې هوښیار واوسي او د بهرنیو هېوادونو له خوا د ملاتړ کېدونکو رسنیو تر اغېز لاندې رانشي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز استاد انورالحق عمر د ټولنې د فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه وینا وکړه او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د ورته پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل او د دغو پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۷
Background image

آماده‌گی‌‌های همه‌جانبه برای تجلیل باشکوه از ۲۴ اسد، روز استقلال کشور جریان دارد

مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات می‌گویند که آماده‌گی‌های گسترده و همه‌جانبه به مناسبت فرا رسیدن ۲۴ اسد، روز استقلال جریان دارد که این مناسبت تاریخی با شکوه و عظمت خاص در تمام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی تحت عناوین « سواد رسانه‌یی» و « جنگ فکری» در ولسوالی جاغوری

این سیمینار که از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت معارف در ولسوالی جاغوری این ولایت راه‌اندازی شده بود، در آن استادان مکاتب، جوانان، فرهنگیان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

اعلان نتایج مسابقهٔ فرمان شماره ۱۷

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری اداره فکری و فرهنگی الصارم مسابقه‌یی را پیرامون فرمان شماره هفده عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله میان ۳۰۰ تن از جوانان ولسوالی دولت‌شاه راه. . .

BACK TO NEWS