د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه بېلابېلو برخو کې چمتووالی روان دی

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګي ولایتي ریاستونو مسؤلین وایي؛ چې د زمري د ۲۴مې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت بېلابېلو برخو کې ښه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده، چې دغه تاریخي ورځ په ټولو ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې ونمانځل شي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې ورځې د ځانګړو مراسمو د ترسره کولو لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي او ټاکل شوې ده، چې د زمري د ۲۴مې د نمانځنې مراسم د علماوو کرامو، قومي مخورو، امارتي مسؤلینو، استادانو، د پوهنتونونو زده کړیالانو، د ښوونځیو زده‌کوونکو، د دیني مدرسو طالبالعلمانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په ګډون ترسره شي، ترڅو له دې مهم تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه وشي.
د مسؤلینو په وینا؛ خپلواکي اخیستل د افغان ملت له ارزښتمنو تاریخي لاسته‌راوړنو څخه ګڼل کېږي او د دې ورځې نمانځنه د هېواد د عزت، آزادۍ او ملي هویت د ساتنې څرګندونه کوي. د دا ډول مراسمو جوړول د ملي روحیې او د ټولنیز یوالي پیاوړتیا او ځوان نسل ته د تاریخي ارزښتونو په لېږد کې مهم رول لري.
ورته مهال د ولایتونو اوسېدونکو هم د دې مراسمو له ښې نمانځنې څخه هرکلی کوي او د زمري ۲۴مه د هېواد د تاریخ له تر ټولو ویاړلو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه ګڼي. ولسونه وایي؛ خپلواکي د افغانستان د ملت د عزت، آزادۍ او سرلوړۍ نښه ده او د دې ورځې نمانځنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی.
د خلکو په باور، د داسې مناسبتونو په لړ کې د فرهنګي او ملي پروګرامونو جوړول کولای شي، چې ځوان نسل د هېواد له تاریخ، هویت او ملي ارزښتونو سره لا ډېر بلد کړي او د خلکو ترمنځ د یووالي، همدردۍ او ملي مسؤلیت‌پالنې د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
دغه راز هېوادوالو هیله څرګنده کړې، چې دغه مراسم به په ځانګړي نظم سره ترسره شي او ټولنې ته به د یووالي، وروروالۍ او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې پیغامونه ولېږدوي.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۷
Background image

آماده‌گی‌‌های همه‌جانبه برای تجلیل باشکوه از ۲۴ اسد، روز استقلال کشور جریان دارد

مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات می‌گویند که آماده‌گی‌های گسترده و همه‌جانبه به مناسبت فرا رسیدن ۲۴ اسد، روز استقلال جریان دارد که این مناسبت تاریخی با شکوه و عظمت خاص در تمام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی تحت عناوین « سواد رسانه‌یی» و « جنگ فکری» در ولسوالی جاغوری

این سیمینار که از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت معارف در ولسوالی جاغوری این ولایت راه‌اندازی شده بود، در آن استادان مکاتب، جوانان، فرهنگیان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

اعلان نتایج مسابقهٔ فرمان شماره ۱۷

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری اداره فکری و فرهنگی الصارم مسابقه‌یی را پیرامون فرمان شماره هفده عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله میان ۳۰۰ تن از جوانان ولسوالی دولت‌شاه راه. . .

BACK TO NEWS