د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د فرهنګي میراثونو د پیاوړتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو معین حاجي محمد نبي عثماني او د دواړو ادارو یو شمېر رئیسانو او مسئولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د کابل ښار د تاریخي او فرهنګي میراثونو او همدارنګه د بابر بڼ، چهلستون بڼ او د تیمورشاه مقبرې او پارک د لا ښه مدیریت او ساتنې اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار د تاریخي هویت د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د کابل ښاروالۍ پلانونه د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره جوړ او پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې ښاري پراختیا باید داسې ترسره شي ترڅو له یوې خوا د ښار د اوسېدونکو اوسنۍ اړتیاوې پوره او معیاري زیربناوې رامنځته او له بلې خوا د کابل تاریخي هویت او فرهنګي میراثونه هم خوندي وساتل شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او زیربنایي پروژو د پلي کېدو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې کابل د ستر تاریخي شالید لرونکی ښار دی او تاریخي او فرهنګي میراثونه یې باید خونديې وساتل شي، بیارغونه یې وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي ولېږدول شي.
په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د کابل ښار د متوازنې او دوامداره پراختیا په موخه پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو. ‎

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۲۰:۹
Background image

افتتاح بازار دایمی نشراتی و فرهنگی ناشران و کتاب‌فروشان در ماشین‌خانه

ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ بازار دایمی نشراتی و فرهنگی ناشران و کتاب‌فروشان را به منظور حمایت از صنعت نشر و چاپ، معرفی آثار و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴۴
Background image

تجلیل از پنجمین سالگرد استقلال با شور و شوق فراوان و مراسم باشکوه

پنجمین سالگرد استقلال و آزادی کشور (۲۴ اسد، یوم‌الفتح) از سوی رهبران امارت اسلامی، علمای دین، مجاهدین، بزرگان قومی و مردم، با شور و هیجان فراوان و در قالب مراسم باشکوه در تمام ولایات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۸:۳
Background image

برگزاری نشست آنلاین هماهنگی معینان وزارت اطلاعات و فرهنگ با آتشه‌های فرهنگی افغانستان درباره ۲۴ اسد(یوم‌الفتح)

ریاست ارتباط خارجه و آتشه‌های فرهنگی وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست آنلاین هماهنگی را میان معینان وزارت اطلاعات و فرهنگ و آتشه‌های فرهنگی افغانستان به منظور تجلیل باشکوه ۲۴ اسد(یوم‌الفتح). . .

BACK TO NEWS