ننګرهار کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د دې ولايت د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني سربېره د بېلابېلو رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ټولو نشراتي ارګانونو له فعالیتونو ستاینه وکړه، چې د اسد ۲۴مې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو پنځمې کلیزې په مناسبت یې ټولو پروګرامونو او مراسمو ته ښه او فعاله انعکاس ورکړی.
نوموړي زیاته کړه؛ په ننګرهار کې د رسنیو او نظام ترمنځ د ښې همغږۍ له امله رسنیز فعالیتونه په ښه توګه ترسره کېږي او رسنۍ د پراختیايي پروژو، دولتي فعالیتونو او هغو موضوعاتو په اړه چې ولس ورته اړتیا لري، معلومات پر خپل وخت نشروي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رسنیو، خبریالانو او د سوشل مېډيا برخې د فعالانو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ ستاینه وکړه.
نوموړي وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ له امله د دې ولايت ټول مسؤلين، کارکوونکي، د رسنيو استازي او خبريالان د ستاينې وړ دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی، چې په خپله برخه کې ټولو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي فراهي د ټولو رسنیو له مسؤلينو، سوشل مېډيا کاروونکو او خبریالانو وغوښتل، چې د ناسمو او مغرضو تبلیغاتو مخنیوي لپاره خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره او خلکو ته کره، پر وخت او په حقایقو ولاړ معلومات ورسوي.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د رسنیو او خبریالانو سره د ښې همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو مننه او ژمنه وکړه، چې په ننګرهار کې به ټولې رسنۍ او خبریالان د هېواد د پرمختګ او د خپلو رسنیزو مسؤلیتونو ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
١٤٤٨/٣/٧ ه ق
