د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۱۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
په ناسته کې یو شمېر نقشې او د قرآن کریم وارد شوې نسخې وارزول شوې او له ارزونې وروسته د کمېسیون له لوري یادو اثارو د داخلېدو جواز صادر شو.
همدارنګه، د خپرندویانو د حقوقي ستونزو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم د څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه شریک شول او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په دوام کې، د ښوونیز نصاب اړوند د یو شمېر وارده کتابونو په اړه هم بحث او نظرونه شریک شول او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
په پای کې، اداري موضوعات او د کمېسیون د ولایتي کمېټو اړوند چارې وڅېړل شوې او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې کمېسیون ته راجع شوي ۱۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، ترڅو یې په اړه راتلونکي ناسته کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
