د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او د اړوندو بنسټونو له استازو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم د دې ولایت د امارتي او خصوصي رسنیو له ژورنالیستانو او مسؤلینو او د ژورنالیستانو اړوندو بنسټونو له استازو سره د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې وکتل.
د لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو د بريښنا بېلونو، رسنیو ته د فریکونسي فلتر جواز اخیستلو او اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه خپلې ستونزو او وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل: د تېرو پنځو کلونو په لړ کې په جوزجان کې د رسنیو او ژورنالیستانو په وړاندې کومه ستره ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ژورنالیستانو غوښتنه وکړه، چې د ظرفیت لوړولو په موخه دې ورته بېلابېل روزنیز سیمینارونه هم جوړ شي.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد د یادو ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې د رسنیو او ژورنالیستانو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو له مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې شوي دي. دوی ډاډ څرګند کړ، چې د موجودو ستونزو د حل او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.
