د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۲۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د هلمند مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود او د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد سره ترکتنې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له اړونده ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د هلمند ولایت اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو شمېر جایدادونو، په ځانګړي توګه د یاد ریاست اړوند له یو شمېر ملکیتونو څخه لیدنه وشوه، چې موخه یې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو لپاره د مناسبې ځمکي تثبیت او همدارنګه د یاد ریاست پر اړوندو ملکیتونو د تجارتي مارکېټ د جوړېدو لپاره د مناسب ځای انتخاب او تثبیت و. همدارنګه د دغو لیدنو ترڅنګ د بست تاریخي کلا د ششک او څاه له روانو ترمیماتي چارو څخه هم لېدنه وشوه، ښاغلي معین صاحب د یادې کلا د اصلي جوړښت د ساتنې او د چارو د سم او معیاري ترسره کېدو په اړه انجنیرانو او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ورته مهال د هلمند مرستیال والي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یادو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د ولایت مقام رهبري به د یادو چارو د ترسره کېدو په برخه کې د اړتیا وړ او لازمه همکاري وکړي.
دغه راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري، چي په هلمند کې خپل یو شمېر اړوند جایدادونه بیا ورغوي او د خصوصي سکتور له لارې یې په مشارکتي توګه فعال کړي، نوموړي په دې برخه کي د ولایت مقام له رهبرۍ څخه د لا زیاتې همکارۍ او لازمې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.
د ښاغلي معین صاحب په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نظام او ولس ترمنځ د معلوماتو په رسولو او د اسلامي امارت د کړنو د انعکاس په برخه کې مهم مسؤلیت لري او د نظام د ژبې په توګه د ولسونو د پوهاوي او د حقایقو د رسولو په برخه کې مهم رول ترسره کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه باید د ولایت مقام په همکارۍ د خپلو اړوندو برخو د پیاوړتیا ترڅنګ، د تاریخي آثارو، فرهنګي ارزښتونو او ځوانانو چارو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
همدارنګه ښاغلي جمال ټینګار وکړ، چي د بُست لرغونې کلا د هېواد له مهمو تاریخي آبداتو څخه ده او د دې تاریخي کلا د ترمیم پر مهال باید د کلا تاریخي ارزښت او اصلي جوړښت په پام کي ونیول شي او چارې یې د مسلکي معیارونو له مخې ترسره شي.
په دې لیدنه کې د ښاغلي معین صاحب او د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ترمنځ د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر فعالیتونو، د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې، د فرهنګي چارو د پراختیا، د ځوانانو لپاره د ترسره شویو فعالیتونو او د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې پر روانو چارو او راتلونکو پروګرامونو هم خبرې وشوې
په دې ترڅ کې د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي راشد د اړوندو ملکیتونو وضعیت، د نوې اداري ودانۍ د اړتیا او د تجارتي مارکېټ لپاره د مناسب ځای په اړه له راغلي پلاوي سره معلومات شریک کړل.
په پای کې ښاغلي جمال د یادو ملکیتونو د وضعیت له ارزونې وروسته، د نوې اداري ودانۍ او تجارتي مارکېټ لپاره د مناسبو ځایونو د تثبیت او انتخاب په برخه کې د لازمې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترسره کړې هڅې او خدمتونه یې وستایل.

۱۴۴۸/۴/۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

ارزیابی وضعیت منار تاریخی چهل‌ستون

هیأتی از ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل از منار تاریخی چهل‌ستون بازدید کرد.
هدف از این بازدید، ارزیابی وضعیت کنونی این منار تاریخی و بررسی نزدیک مشکلات موجود در زمینه حفاظت و نگهداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ وضعیت زیارت امام‌زاده یحیی و کتاب‌خانه آن را بررسی کرد

مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، در جریان سفرش به ولایت سرپل، از زیارت امام‌زاده یحیی بن زید شهید و کتاب‌خانه عامه این مکان تاریخی دیدن کرده و وضعیت کار و فعالیت‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۲۱
Background image

معین گرځندوی، مالی و اداری در رأس یک هیأت به ولایت هلمند سفر کرد

مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت هلمند سفر کرد و ضمن دیدار با مولوی رحیم الله محمود معاون والی هلمند، حافظ عبدالباری راشد. . .

BACK TO NEWS