پروان کې د اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۸
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الحق صدیقي په مشرۍ د یاد ریاست په انګړ کې، د امارتي ادارو د ویاندویانو او د محلي رسنیو د استازو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي وویل: د دې مشورتي غونډې اساسي موخه خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه د مناسبو لارو چارو موندل ده. نوموړي زیاته کړه، چې په پروان ولایت کې خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې کومه ستونزه نشته، د امارتي ادارو ویاندویان او مطبوعاتي مسوولین تل چمتو دي، چې اطلاعات او معلومات له رسنیو سره شریک کړي. همدارنګه یې زیاته کړه، چې محلي رسنیو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د مناسبو اسانتیاوو زمینه برابره شوې ده.
په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیا، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا او د اړوندو ادارو له لوري د معلوماتو پر وخت شریکولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ورته مهال د محلي رسنیو استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رهبرۍ څخه د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او خپلې ستونزې یې هم له مسوولینو سره شریکې کړې.

۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ.ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

موزیم حفظ آثار جهادی در ریاست اطلاعات و فرهنگ کندهار رسماً افتتاح شد

مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار جهادی وزارت اطلاعات و فرهنگ، قاری احمدالله سعید خوستی رییس ثبت اسناد و آثار جهادی این ریاست و هیأت همراه در جریان سفر به کندهار، با حضور مفتی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۲
Background image

ده‌ها تن از یک برنامه شش‌ماهه آموزش رایگان زبان انگلیسی و کمپیوتر در ارزگان فارغ شدند

۵۲ تن از شاگردان از برنامه شش‌ماهه آموزش رایگان زبان انگلیسی و برنامه‌های کمپیوتر، از مرکز آموزشی رایگان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان، فارغ شدند.
آمر امور جوانان گفت که از میان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر مسابقات کتاب‌خوانی در ولایات لغمان و لوگر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر با همکاری ریاست کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ، مسابقه کتاب‌خوانی ۲۴ اسد برگزار کرد و هم‌چنان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان، با همکاری. . .

BACK TO NEWS