پروان کې د اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه
د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الحق صدیقي په مشرۍ د یاد ریاست په انګړ کې، د امارتي ادارو د ویاندویانو او د محلي رسنیو د استازو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمسالحق صدیقي وویل: د دې مشورتي غونډې اساسي موخه خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه د مناسبو لارو چارو موندل ده. نوموړي زیاته کړه، چې په پروان ولایت کې خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې کومه ستونزه نشته، د امارتي ادارو ویاندویان او مطبوعاتي مسوولین تل چمتو دي، چې اطلاعات او معلومات له رسنیو سره شریک کړي. همدارنګه یې زیاته کړه، چې محلي رسنیو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د مناسبو اسانتیاوو زمینه برابره شوې ده.
په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیا، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا او د اړوندو ادارو له لوري د معلوماتو پر وخت شریکولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ورته مهال د محلي رسنیو استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رهبرۍ څخه د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او خپلې ستونزې یې هم له مسوولینو سره شریکې کړې.
۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ.ق
