د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
..

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍهوکړه‌لیک، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال، د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت، د وزارت یو شمېر رئیسانو او د یادې اتحادیې د استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړه‌لیک موخه د ښوونې او مسلکي مهارتونو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د ځوانانو د علمي او تخصصي وړتیاوو لوړول او په دې برخه کې د مسلکي بشري ځواک د روزنې لپاره د معیاري او عملي زده‌کړو د زمینې برابرول دي.
په پیل کې، د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري د دغه هوکړه‌لیک د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وروسته، د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې رئیس نورالرحمن قاسمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه او د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک یې د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې یو مهم ګام وباله.
ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال وویل: افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره باید له یو بل سره همکاري وکړو.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له اتحادیو څخه بشپړ ملاتړ کوي.
د ښاغلي جمال په وینا؛ هغه ځوانان چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره نورو هېوادونو ته سفر کوي، د افغانستان استازي ګڼل کېږي؛ له همدې امله اړینه ده، چې د هغوی اخلاق او چلند د اسلامي نظام له ارزښتونو سره سمون ولري او د خپل هېواد له تاریخ څخه پوره خبر وي، ترڅو وکولای شي په ښه توګه د افغانستان استازیتوب وکړي. همدارنګه افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او د سیاحت په برخه کې هم له مهمو ظرفیتونو او لاسته‌راوړنو څخه برخمن دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه د همکارۍ هوکړه‌لیک د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې رئیس نورالرحمن قاسمي له لوري لاسلیک شو.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۴۸
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری و اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی

شنبه مورخ(۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷)، انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری ریاست تحقیق و انکشاف گرځندوی معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ با اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با مسوول پروژه‌های یونسکو

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با سارا ضیایی مسوول پروژه‌های یونسکو دیدار کرد و دربارهٔ حفاظت از میراث‌های فرهنگی کشور، ترمیم و بازسازی بناهای تاریخی، وضعیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵
Background image

سپرده شدن ۲۱ قلم آثار جهادی به ریاست اطلاعات و فرهنگ غزنی

این آثار جهادی، شامل آثار نظامی و یک جلد کتاب «دلایل‌الخیرات» است، که از یک شهید دوران جهاد بجا مانده و در آن آثار برخورد کلوله مشاهده می‌شود.
 این آثار جهادی که در ولسوالی اندر نزد. . .

BACK TO NEWS