د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
..

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان سرقونسل جعفر فتاحوف، د کلتوري میراثونو ادارې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ رئیس، د سمرقند د سیمه‌ ییزې بیارغونې مرکز رئیس، د کلتوري میراثونو د علمي څېړنو انستیتیوت رئیس، د کلتوري میراثونو ادارې د ودانیزو چارو د دولتي مؤسسې آمر او د فرهنګي میراثونو د علمي څېړنو انستیتیوت ارشد انجنیر هم پکې شامل وو، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس ملا عبدالغفار حقنما سره وکتل او ګډه ناسته یې وکړه.
د پلاوي غړو سرپل ولایت ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا، د دغه ولایت د تاریخي آبداتو د ودانیز وضعیت ارزونه او د تاریخي آبداتو د بیارغونې او ترمیم په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیکول وبلل.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې سرپل ولایت بډایه فرهنګي او تاریخي مخینه لري او تاریخي آبدات یې ځانګړی ارزښت او مقام لري.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فرهنګي پلاوي دا سفر کولای شي، د دواړو ملتونو د فرهنګ د لا ښې پېژندنې او د فرهنګي اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي. نوموړي دا سفر د افغانستان د اسلامي فرهنګ او جهادي تاریخ د لا ښه پېژندلو لپاره هم مناسب فرصت وباله.
وروسته، د ازبکستان پلاوي د سرپل له تاریخي خشت‌پل، د خشت‌پل له جومات او د امام‌زاده یحیی بن زید شهید له زیارت څخه لیدنه وکړه او د دغو تاریخي آبداتو له مخینې، د ساتنې او پالنې له څرنګوالي سره اشنا شول.
د پلاوي غړو د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغو تاریخي آثارو د ساتنې له وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او د هر هېواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه او پالنه یې مهمه وبلله.
د ازبکستان پلاوي ژمنه وکړه، چې د همکارۍ هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته به د سرپل ولایت د تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.

١٤٤٨/٤/٢٨ ه ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رونمایی کتاب (شهدای لیلةالقدر)

ریاست کتاب‌خانه‌های‌عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب (شهدای لیلةالقدر) تألیف قاری شمشاد حذیفه بریا در تالار کتاب‌خانه‌های عامه رونمایی کرد.
در مراسم رونمایی کتاب،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

نمایشگاه کتاب (جلوه دانش) در پوهنتون غزنی برگزار شد

ریاست اطلا عات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست پوهنتون و اداره فرهنگی و فکری الکوثر نمایشگاه یک‌روزه کتاب را در محوطه پوهنتون این ولایت راه‌اندازی نمود.
شیخ عبدالمالک محسن رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

BACK TO NEWS