سرپل کې له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۵
..

سرپل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت له لوري، له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه، چې پکې د خلکو د فرهنګ ریاست رئیس حافظ سیف‌الرحمن محمدي، د سرپل ولایت د مقام دفتر رئیس داملا حمیدالله سیار، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما، علماوو کرامو، د سیمه ییزو ادارو مسؤولینو، فرهنګیانو، لیکوالانو،‌ استادانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د خلکو د فرهنګ ریاست رئیس حافظ سیف‌الرحمن محمدي فرهنګ او تاریخ د هرې ټولنې له اساسي برخو څخه وبلله او ویې ویل: افغانستان لرغونۍ فرهنګ او ستر تاریخي شالید لري او د دغو ارزښتونو ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
ښاغلي محمدي د دې غونډې موخه د فرهنګ، تمدن او علم وده او پراختیا وبلله او د تاریخي آبداتو، اسلامي فرهنګ، سیمه‌ییزو لوبو د ساتنې او د اسلامي ارزښتونو په اساس د ځوانانو پر روزنې یې ټینګار وکړ.
نوموړي له علماوو کرامو، فرهنګیانو، لیکوالانو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او خپل ادبي آثار، مقالې، غوره دودونه او سیمه‌ ییزې لوبې له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي، ترڅو ثبت او خوندي شي او د چاپ په برخه کې یې پوره همکاري وشي. نوموړي همداراز د اسلامي ارزښتونو له اصولو سره د مخالف فرهنګ د دودېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ او د فرهنګ په وده او پراختیا کې یې له نظام سره د خلکو همکارۍ مهمه وبلله.
ورته مهال، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دې غونډې له جوړولو، د فرهنګیانو له ګډون، د مقالو له وړاندې کولو او د فرهنګي ترانو له ویلو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د فرهنګیانو، لیکوالانو او خلکو د خدمت لپاره چمتو دی او له دوی څخه غواړي، چې خپل ادبي آثار، مقالې او فرهنګي آثار له دغه ریاست سره شریکې کړي، ترڅو د ثبت، ساتنې او نورو ته د معرفي کولو په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره شي.
ښاغلي حقنما زیاته کړه، چې د فرهنګیانو له همکارۍ او د خلکو له ګډون پرته د اسلامي فرهنګ، تاریخي میراثونو او د ټولنې د اصیلو ارزښتونو ساتنه ناشونې ده.
په دې پروګرام کې فرهنګي ترانې هم وویل شوې او د خلکو فرهنګ ریاست د رئیس له لوري یو شمېر فرهنګیان د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با خبرنگاران،‌ مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی

ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات خوست و غور نشست‌های هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی،‌ خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های‌ این ولایات راه‌اندازی کردند.
مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(اهمیت مطالعه) در هلمند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الرباط سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(اهمیت مطالعه) را به شماری زیادی از شاگردان در کتاب‌خانه عامه شهر لشکرگاه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۰
Background image

فراغت ده‌ها تن جوان از مراکز آموزشی رایگان 

ده‌ها تن جوان از مراکز آموزشی رایگان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات پنجشیر و ننگرهار سند فراغت بدست آوردند.
در جریان مراسم فراغت، مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ این ولایات درمورد. . .

BACK TO NEWS