په شاجوی ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر حضرت الله زاهد له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ځوانانو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا، د فرهنګي فعالیتونو پر پراختیا او په ټولنه کې د ځوانانو پر مثبت رول خبرې وشوې.
ګډونوالو د اسلامي او ملي ارزښتونو پر ساتنې، د ځوانانو د وړتیاوو پر لوړولو او د فرهنګي فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ، همدارنګه د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د ځوانانو پر فعال ګډون ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې، د ځوانانو د وړتیاوو د ودې، د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا او د ګډو همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار وشو.
۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق
