لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
...

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د یادې سیالۍ موخه د حضرت محمد(ﷺ) د مبارک سیرت په اړه د ځوانانو معلوماتو زیاتول، د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی کول او د اسلامي ارزښتونو عامول وو.
نوموړي د ورته سیالیو د اهمیت او د سیرت النبيﷺ د مطالعې د ګټو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د رسول الله (ﷺ) د مبارک سیرت مطالعه د مسلمانانو لپاره د ژوند په بېلابېلو برخو کې لارښود دی او د هغه له ژوند، اخلاقو، چلند او دعوت څخه زده کړه کولای شي، د ولسونو په فکري او اخلاقي اصلاح کې مهم رول ترسره کړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم د کتاب لوستلو، د دیني معلوماتو د ترلاسه کولو او د نبوي سیرت د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د پوهې د زیاتوالي، د شخصیت د جوړونې او د مهمو ارزښتونو د پېژندلو لپاره مهمه وسیله ده.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته لپ ټاپ کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسیکل، دریم مقام ګټونکي ته قلمي قرآنکریم او په ترتیب سره نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اعلان نتایج مسابقه سیرت النبیﷺ در لغمان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره علمی و فرهنگی البرهان مسابقه کتاب‌خوانی سیرت النبیﷺ میان ۴۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرده بود که نتایج آن اعلان و اشتراک‌کنندگان برتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۲۴
Background image

برگزاری سیمینار آگاهی‌دهی فرمان شماره هفده به شاگردان در ولایت نیمروز 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز، سیمینار آگاهی‌دهی دربارهٔ فرمان شماره ۱۷ زعیم کشور حفظه‌الله را به شاگردان مرکز آموزشی این ریاست برگزار کرد. این فرمان به‌منظور جلوگیری از رسوم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۸
Background image

سیمینار تحت عنوان «رسالت جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در کندز برگزار گردید

ریاست امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز سیمینار یک‌روزهٔ تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» را در ساحه ملاقلی. . .

BACK TO NEWS