د ګرځندوی، مالي او اداري معین فرهنګي آتشو سره د همغږۍ آنلاین ناسته وکړه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو ریاست رئیس ښاغلي محمد شفیق احمدزي او د مالي او اداري چارو ریاست آمرینو په شتون کې په بهرنیو هېوادونو کې افغان فرهنګي آتشو سره د همغږۍ آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د ناستې کولو د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ورته ناستو ترسره کول د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول، د تجروبو تبادله او د فرهنګي آتشو د ستونزو او وړاندیزونو اوریدل په پار مهمې دي، د ښاغلي جمال په وینا؛ فرهنګي آتشې د اسلامي نظام فرهنګي استازې دي او د دوی د ستونزو حل د چارو ښه ترسره کیدو زمینه برابروي.
فرهنګي آتشو د دغې ناستې له جوړولو څخه خوښی څرګنده کړه او د خپلو ترسره کړیو او تر کار لاندې فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. همدارنګه فرهنګي آتشو د کارونو لا چټکتیا په موخه د کارکوونکو د جذب کولو، ټرانسپورټي وسایلو برابرولو، مالي او نورو برخو کې د شته ستونزو شریکولو ترڅنګ بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه هم د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل او د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو غوښتونکي شول.
فرهنګي آتشو فرهنګي او تاریخي ارزښتونه د ملتونو ترمنځ د اړیکو جوړولو پل یاده کړه او ویې ویل: په بهر کې د افغانستان د فرهنګي، تاریخي او سیاحتي ظرفیتونو معرفي کول مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي او د دغو چارو ښه ترسره کولو په موخه کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفارتونو له ډیپلوماټانو سره د همغږیو رامنځته کول او د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول مهم دي.
 د ناستې په لړ کې د مالي او اداري چارو ریاست آمرینو د فرهنګي آتشو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په برخو کې به پوره هڅې وشي.
په پای کې یو ځل بیا د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت جمال له لوري د فرهنګي آتشو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو، ښاغلي جمال زیاته کړه، چې د دغو ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په موخه به له اړوندو ادارو سره ناستې وشي.

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱۸
Background image

برگزاری نشست آنلاین هماهنگی معین گرځندوی، مالی و اداری با آتشه‌های فرهنگی 

مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ نشستی هماهنگی با آتشه‌های فرهنگی افغان در کشورهای خارجی در حضور محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط خارجه و آتشه‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۷
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در بغلان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بغلان نشست هماهنگی با مسوولان و خبرنگاران رسانه‌های خصوصی و دولتی راه‌اندازی کرد.
مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بغلان مشکلات و پیشنهادات خبرنگاران و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۸
Background image

توزیع مواد معلوماتی چاپ شدهٔ فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی جلریز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ مواد معلوماتی(بروشورها، ستیکرها، بنرها .....)فرمان شماره ۱۷(جلوگیری از رسوم ناپسند) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی که از سوی وزارت اطلاعات و فرهنگ به. . .

BACK TO NEWS