د (اسلامي اقتصاد) او (د اسلام بنیادي عقاید) کتابونو مخکتنه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۲۰:۴۳
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د آذان ژباړې ټولنې له لوري د (اسلامي اقتصاد) او (د اسلام بنیادي عقاید) کتابونو مخکتنه د دغه ریاست په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیر احمد حقاني صاحب په شتون کې ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یادو کتابونو د منځپانګې د ارزښت، مطالعې اهمیت او د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ د ودې په اړه خبرې وکړې. 

ښاغلي وزیر صاحب د عقیدې، اسلامي اقتصاد، لوېدیځ اقتصاد او اشتراکي اقتصاد موضوعاتو ته په اشارې وویل: عقیده د اسلام د دین اساسي برخه ده او د انسان ټول اعمال پر همدې بنسټ ولاړ دي. اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې هڅه کوله، چې د ناوړو تبلیغاتو او باطلو افکارو د خپرولو له لارې د ټولنې د وګړو په افکارو کار وکړي. هغو کسانو چې کمزورې عقیده یې لرله، د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلل او مادي ګټو ته یې پر دیني ارزښتونو لومړیتوب ورکړ؛ خو برعکس، داسې کسان هم موجود وو، چې په پیاوړې او ټینګې عقیدې سره د اشغالګرو په تبلیغاتو ونه غولېدل، د اشغال پر وړاندې یې مقاومت او جهاد وکړ او په پایله کې یې د الله تعالی په نصرت او مرسته بریا ترلاسه کړه.

د شیخ صاحب په وینا؛ لوېدیځ اقتصاد پر داسې نظام ولاړ دی، چې پکې د ځینو کسانو اقتصادي ګټې د نورو پر حقونو د ظلم او بې‌ عدالتۍ له لارې تأمینېږي؛ خو په اسلامي اقتصاد کې د ټولنې د ټولو وګړو حقونو او ګټو ته پاملرنه کېږي او اقتصادي عدالت ځانګړی ارزښت لري. 

نوموړي ټینګار وکړ، چې په اسلامي اقتصاد کې تل پر اعتدال او منځلارۍ ټینګار شوی دی.

شیخ صاحب همدارنګه د هېواد د مشرتابه (حفظه‌الله) له لوري د «عقیدة اهل‌السنة والجماعة» د تألیف شوي کتاب یادونه وکړه او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې دغه کتاب او نور عقیدوي کتابونه مطالعه کړي او نورو ته یې هم ورسوي.

ورته مهال د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع‌الله صمیم، د آذان ژباړې ټولنې استازي مولوي ضیاءالحق حسان او نورو ویناوالو د یادو کتابونو د منځپانګې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دغو کتابونو چاپیدل یې د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه یاد کړل.

ویناوالو همدارنګه له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې مطالعې ته وخت ورکړي او د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۵/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۲۰:۴۶
Background image

رونمایی کتاب‌های (اسلامي اقتصاد) و (د اسلام بنیادي عقاید)

ریاست کتاب‌خانه‌های‌عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ و انجمن ترجمهٔ آذان از کتاب‌های(اسلامي اقتصاد) و (د اسلام بنیادي عقاید) در تالار این ریاست با حضور شیخ صاحب شیراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۲۰:۳۸
Background image

بازدید معین فرهنگ و هنر از بخش‌های مختلف ریاست باستان‌شناسی

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از بخش‌های مختلف ریاست باستان‌شناسی دیدار کرد و درباره بهبود روند کاری و اجرای مؤثر مسوولیت‌ها، به مسوولان و کارکنان این ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۲۰:۳۸
Background image

بازدید معین فرهنگ و هنر از بخش‌های مختلف ریاست باستان‌شناسی

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از بخش‌های مختلف ریاست باستان‌شناسی دیدار کرد و درباره بهبود روند کاری و اجرای مؤثر مسوولیت‌ها، به مسوولان و کارکنان این ریاست. . .

BACK TO NEWS