د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه.
په دغې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د حریت خپرندویې ټولنې عمومي مسؤول محمدالله احساس، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، استادانو، لیکوالانو، څېړونکو، ادیبانو، ځوانانو، د علم او ادب مینه‌والو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د عامه کتابتونونو ریاست د دغو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي، چې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او ځوانان، څېړونکي او زده کړیالان مطالعې ته وهڅوي. نوموړي د دغه علمي کتاب د تألیف له امله د حریت خپرندویې ټولنې څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د کتابونو په ټاکنه کې دقت وکړي او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
دغه راز د حریت خپرندویې ټولنې عمومي مسؤول محمدالله احساس د (شیطان جزیره) کتاب د منځپانګې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ټولنه هڅه کوي، چې د اسلامي او شرعي فکر لپاره کار وکړي او دغه فکر خلکو ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه، چې د کتابونو د خپرولو له لارې غواړي د اسلام د سپېڅلي دین ښېګڼې نړۍ ته وروپېژني.
ورته مهال د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي ډاکټر نورمحمد محبي، د سیاسي چارو شنونکي قاضي حسن حقیار، د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ رئیس مفتي محمدبشیر او د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت‌الله مجددي د حریت خپرندویې ټولنې له لوري د دغه کتاب د تألیف له امله د مننې ترڅنګ، د کتاب د منځپانګې په اړه خبرې وکړې او د کتاب د لا بډاینې په موخه یې خپل اړین وړاندیزونه او سپارښتنې شریکې کړې.
یادو ویناوالو زیاته کړه، چې زموږ خلک تر بل هر وخت ډېر کتاب لوستلو او مطالعې ته اړتیا لري؛ ځکه مطالعه او کتاب لوستل د انساني ټولنې د جوړښت او پرمختګ بنسټ جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې د (شیطان جزیره) کتاب کې بېلابېلې موضوعګانې بیان شوي دي، چې په کې لوېدیځ په کوم تمدن ویاړي؟، لوېدیځ د اپسټین په هنداره کې، د ګناه ټاپو او بشري حقونه، په لوېدیځ کې د ښځو حقونه او د جیفري اپسټین دوسیه، د اپسټین شبکه، د لوېدیځ اخلاقي بحران او د اپسټین قضیه او نورې اړوندې موضوعګانې شاملې دي.

۱۴۴۸/۶/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۴۶
Background image

رونمایی کتاب«جزیرۀ شیطان» 

ریاست کتاب‌خانه‌های عامۀ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ طی مراسمی فرهنگی از کتاب «جزیرۀ شیطان» تألیف نهاد نشراتی حریت در تالار کتاب‌خانه‌عامه رونمایی کرد. 
در مراسم رونمایی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با رییس دفتر یونما در این ولایت

مولوی عتیق‌الله عزیزی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات، در نشستی با آقای پاول ارشف رییس دفتر هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یونما) در حوزه غرب، درباره گسترش همکاری‌های فرهنگی، تقویت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فراغت بیش از صد تن از جوانان از مرکز آموزشی رایگان در فاریاب

 ۱۵۰ تن از جوانان ولایت فاریاب پس از تکمیل موفقانه یک دوره آموزشی سه‌ماهه که از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ برگزار شده بود، طی مراسمی باحضور داشت مولوی شمس الدین محمدی. . .

BACK TO NEWS