د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه.
په دغې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د حریت خپرندویې ټولنې عمومي مسؤول محمدالله احساس، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، استادانو، لیکوالانو، څېړونکو، ادیبانو، ځوانانو، د علم او ادب مینه‌والو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د عامه کتابتونونو ریاست د دغو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي، چې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او ځوانان، څېړونکي او زده کړیالان مطالعې ته وهڅوي. نوموړي د دغه علمي کتاب د تألیف له امله د حریت خپرندویې ټولنې څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د کتابونو په ټاکنه کې دقت وکړي او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
دغه راز د حریت خپرندویې ټولنې عمومي مسؤول محمدالله احساس د (شیطان جزیره) کتاب د منځپانګې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ټولنه هڅه کوي، چې د اسلامي او شرعي فکر لپاره کار وکړي او دغه فکر خلکو ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه، چې د کتابونو د خپرولو له لارې غواړي د اسلام د سپېڅلي دین ښېګڼې نړۍ ته وروپېژني.
ورته مهال د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي ډاکټر نورمحمد محبي، د سیاسي چارو شنونکي قاضي حسن حقیار، د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ رئیس مفتي محمدبشیر او د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت‌الله مجددي د حریت خپرندویې ټولنې له لوري د دغه کتاب د تألیف له امله د مننې ترڅنګ، د کتاب د منځپانګې په اړه خبرې وکړې او د کتاب د لا بډاینې په موخه یې خپل اړین وړاندیزونه او سپارښتنې شریکې کړې.
یادو ویناوالو زیاته کړه، چې زموږ خلک تر بل هر وخت ډېر کتاب لوستلو او مطالعې ته اړتیا لري؛ ځکه مطالعه او کتاب لوستل د انساني ټولنې د جوړښت او پرمختګ بنسټ جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې د (شیطان جزیره) کتاب کې بېلابېلې موضوعګانې بیان شوي دي، چې په کې لوېدیځ په کوم تمدن ویاړي؟، لوېدیځ د اپسټین په هنداره کې، د ګناه ټاپو او بشري حقونه، په لوېدیځ کې د ښځو حقونه او د جیفري اپسټین دوسیه، د اپسټین شبکه، د لوېدیځ اخلاقي بحران او د اپسټین قضیه او نورې اړوندې موضوعګانې شاملې دي.

۱۴۴۸/۶/۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له رئیس سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره په یوه ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

کندوز کې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار له درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې د جوړ شوي درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS