په جوزجان، میدان وردګو، ارزګان او لغمان ولایتونو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

wasim_admin
Thu, Sep 24 2026 8:30 AM
..

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې او نور مواد چې د ناوړو ټولنیزو رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب او چاپ شوي، د جوزجان، میدان وردګو، ارزګان او لغمان ولایتونو اوسېدونکو ته ووېشل شول.
دغو پروګرامونو په لړ کې، د یادو معلوماتي موادو د وېش ترڅنګ، د یادو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو رواجونو په اصلاح کې د دغه فرمان د اغېزو او د اصیل  فرهنګ په دودولو کې د عامه پوهاوي د رول په اړه خبرې وشوې او د ولسونو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغو پروګرامونو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او دغه پروګرامونه یې د ناوړه رواجونو د اصلاح او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
ورته مهال د دغو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړو رواجونو د لا ښه پېژندنې او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن وبلله

تازه ترین اخبار

Thu, Sep 24 2026 12:12 PM
Background image

Afghanistan and Qatar Discuss Expanding Tourism Cooperation

Mawlawi Qudratullah Jamal, Deputy Minister for Tourism, Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Information and Culture, met with Dr. Ali Marf Al-Qashouti, Ambassador of. . .

Thu, Sep 24 2026 8:24 AM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Guidance Session for Employees on Implementing Decrees and Directives

The Ministry of Information and Culture’s Directorate of Invitation and Guidance held a guidance session for ministry employees aimed at strengthening the implementation of the decrees. . .

Wed, Sep 23 2026 11:38 AM
Background image

Deputy Minister for Publications affairs Meets Journalists and Media Representatives in Baghlan

The Ministry of Information and Culture’s Deputy Minister for Publications, Muhajir Farahi, met with media representatives and journalists in Baghlan Province to discuss the current. . .

BACK TO NEWS