د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته لسګونه جهادي آثار وسپارل شول

wasim_admin
اثنين, نوفمبر 23 2026 3:55 مساء
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جهادي موزیم ته د مولوي احمد طه فاروقي د جهادي ‌ډلګۍ استازي ملا عبدالله خوریي، ۴۴ قلمه جهادي آثار چې مخابرې، نظامي توکي او مهمات پکې شامل وو، وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د جهادي آثارو راټولول او ساتنه د هېواد د مشرتابه (حفظه‌الله) د فرمان اطاعت او د هغو شهیدانو او قربانیانو وینو ته درناوی وباله، چې د شل کلن جهاد پر مهال یې د اشغالګرو پر وړاندې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي د مولوي احمد طه د ډلګۍ له نظامي مجاهدینو څخه د جهادي آثارو د ساتنې او دغه ریاست ته د سپارلو له امله مننه وکړه او له مجاهدینو او د شهیدانو له کورنیو څخه یې وغوښتل، چې خپل جهادي آثار او هغه اسناد چې د اشغالګرو د جنګي جنایتونو څرګندونه کوي، جهادي موزیم ته وسپاري، ترڅو په راتلونکي کې د هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
د یادونې وړ ده، چې له دغو جهادي آثارو ډېری یې په غزني کې د ا.ا.ا د مجاهدینو له لوري جوړ شوي او د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد پر مهال ترې ګټه اخیستل کېده.

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, نوفمبر 23 2026 4:02 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عقدت لجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين، الموافق ١٢ جمادى الآخرة ١٤٤٨ هـ ق، برئاسة نائب وزير شؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
. . .

اثنين, نوفمبر 23 2026 3:53 مساء
Background image

تخرّج خمسين شابًا من مركز تأهيل الشباب في كابل

تخرّج خمسون شابًا، يوم الاثنين الموافق ١٢ جمادى الآخرة ١٤٤٨ هـ ق، من مركز تأهيل الشباب التابع لرئاسة شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، بعد إتمامهم برامج تدريبية مهنية استمرت ثلاثة. . .

أحد, نوفمبر 22 2026 2:24 مساء
Background image

رئيس شؤون الشباب يلتقي مسؤول مؤسسة WCC

التقى رئيس شؤون الشباب التابع للرئاسة العامة لحفظ الآثار الجهادية بوزارة الإعلام والثقافة، مولوي سيد محمد داود آغا هاشمي، مسؤول مؤسسة WCC بصير مياخيل، في مكتبه، وبحث معه سبل تعزيز. . .

BACK TO NEWS