د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته لسګونه جهادي آثار وسپارل شول
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جهادي موزیم ته د مولوي احمد طه فاروقي د جهادي ډلګۍ استازي ملا عبدالله خوریي، ۴۴ قلمه جهادي آثار چې مخابرې، نظامي توکي او مهمات پکې شامل وو، وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د جهادي آثارو راټولول او ساتنه د هېواد د مشرتابه (حفظهالله) د فرمان اطاعت او د هغو شهیدانو او قربانیانو وینو ته درناوی وباله، چې د شل کلن جهاد پر مهال یې د اشغالګرو پر وړاندې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي د مولوي احمد طه د ډلګۍ له نظامي مجاهدینو څخه د جهادي آثارو د ساتنې او دغه ریاست ته د سپارلو له امله مننه وکړه او له مجاهدینو او د شهیدانو له کورنیو څخه یې وغوښتل، چې خپل جهادي آثار او هغه اسناد چې د اشغالګرو د جنګي جنایتونو څرګندونه کوي، جهادي موزیم ته وسپاري، ترڅو په راتلونکي کې د هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
د یادونې وړ ده، چې له دغو جهادي آثارو ډېری یې په غزني کې د ا.ا.ا د مجاهدینو له لوري جوړ شوي او د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد پر مهال ترې ګټه اخیستل کېده.
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق