بغلان کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو رسولو د بهیر د ښه والي په موخه، له خبریالانو، د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له رسنیو څخه ملاتړ څرګند کړ او د مسلکي او معیاري راپورونو پر چمتو کولو یې ټینګار وکړ. نوموړي د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې معلومات او پېښې پر خپل وخت له خبریالانو سره شریکې کړي، ترڅو د معلوماتو رسولو بهیر چټک او اغېزمن شي.
د غونډې په پای کې، د رسنیو او د امارتي ادارو یو شمېر استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ژمنه یې وکړه.
۱۴۴۸/۱/۱۸ هـ ق
