کونړ کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۵
..

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: رسنۍ د خلکو د پوهاوي او د حقایقو د انعکاس مهمه وسیله ده او خبریالان باید په خپلو راپورونو کې حقیقتونه په دقیق او بې‌پرې توګه خپاره کړي، نوموړي له خبریالانو وغوښتل، چې د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همغږۍ وکړي.
دغه راز د خبریالانو په استازیتوب په کونړ ولايت کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول فضل واحد افکاري خبرې وکړې او د خبریالانو ستونزې او غوښتنې یې له مسوولینو سره شریکې کړې، نوموړي وویل: خبریالان د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې رسنیزې چارې ترسره کوي.
په دغې ناسته کې د رسنیو، خبریالانو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترمنځ د رسنیزو چارو او ستونزو د حل په اړه بحث وشو او ګډونوالو د ورته ناستو جوړول د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د معلوماتو پر وخت شریکولو لپاره ګټورې وبللې.

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۷
Background image

آگاهی‌دهی درباره فرمان شماره (۱۷) در ولایت لوگر 

در ادامه برنامه‌های آگاهی‌دهی فرهنگی، بروشورها، کتاب‌چه‌ها، قلم و مواد چاپ‌شدهٔ معلوماتی دیگر از سوی وزارت اطلاعات و فرهنگ درباره فرمان شماره (۱۷) مقام عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۶
Background image

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در ولایت کنر برگزار گردید 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کردند.
مولوی سمیع‌الحق حق بیان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر گفت که رسانه‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۴۶
Background image

نمایشگاه یک‌روزه کتاب در ولسوالی مقر برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را تحت عنوان «کاروان دانش» در ولسوالی مقر این ولایت برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، گفت که در این. . .

BACK TO NEWS