لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
..

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو، ګڼ شمېر ژورناليستانو او قلموالو مبارزینو پکې ګډون کړی و.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د خوښۍ ځای دی چې نن د لغمان ولایت د ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو د فکري عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار کوربه دی. نوموړي د رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو د مسؤلیتونو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس مهال دښمن فکري مبارزه پیل کړې ده، نو له ټولو ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو څخه غوښتنه کوو، چې د عامه افکارو جوړولو، د دښمن ناوړه تبلیغاتو د مخنیوي او د ولسونو د یوالي ساتلو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي د اسلامي نظام د تېرو پنځو کلنو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: که د نړۍ تاریخ مطالعه کړو ننني پرمختللي هېوادونه له ځایه داسې نه و، دوی تر موږ ډېر کمزوري و، مګر زیار او کار یې وکړ، چې تر دې ځایه ورسېدل، ا.ا هم په پوره عهد او ژمنتیا د وطن جوړولو او پرمختګ په برخو کې کار کوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې رسنۍ بايد حقايق خپاره کړي، داسې خپرونې جوړې او خپرې نکړي، چې د اصولو خلاف او درواغ وي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو او ژورنالیستانو پوره ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا؛ د اسلامي نظام دښمنان په نظام پسې ډول ډول تبلیغات کوي، غواړي چې اسلامي نظام بدنام کړي، خو دلته د تېر نظام د چارواکو په شمول ټول قشرونه خوندي دي. نو د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو څخه غواړو چې د دښمنانو د بې اساسو تبلیغاتو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.
په سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د ژورنالیزم د مسلک او د ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: نړۍ کې اوس مهال د سړې جګړې دور دی، هر هېواد لګيا دی، د خپل هېواد ولسونو او نظام لپاره رسنيزه او سړه جګړه پر مخ وړي. نو له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع زمونږ ایماني مسؤلیت دی، چې باید ورته متوجه واوسو.
د ویناوالو په خبره؛ دا یو حقيقت دی، چې داسې اصلاحي، عقيدوي او فکري سیمینارونه او پروګرامونه د وخت ضرورت دی، موږ د دنيوي اسبابو په نشتون کې هم د جهاد سنګرونه ګرم ساتلي وو. اوس امکانات لرو، ښه فرصتونه برابر دي، هر څوک باید د افکارو د جوړونې او رسنيزې مبارزې لپاره کار وکړو او باطل ته بايد په هر ډګر کې ماتې ورکړي.
په پای کې د سیمینار ګډونوالو د دغه سیمینار هرکلی وکړ او د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو او پروګرامونو د جوړیدو غوښتنه یې هم وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

برگزاری سیمینار یک روزه ارتقای‌ظرفیت مسلکی، فکری و عقیدتی خبرنگاران در لغمان 

این سیمینار از سوی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان در تالار کتاب‌خانه‌عامه راه‌اندازی گردید.
در این سیمینار، مهاجر فراهی معین امور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۹
Background image

نشست مشورتی برای بررسی علمی و تحقیقی مسجد جامع بزرگ هرات برگزار شد

نشست هماهنگی و مشورتی به‌منظور بررسی علمی و تحقیقی مسجد جامع بزرگ هرات، با حضور مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات، روسای پوهنتون‌های دولتی و خصوصی، مسوولان دارالعلوم‌ها، فرهنگیان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

دیدار معین هنر و فرهنگ وزارت اطلاعات و فرهنگ با سفیر جمهوری اسلامی آذربایجان

چهارشنبه (٢ جمادی الاولی ١٤٤٨)  شیخ عبدالرحمن طیبی معین هنر و فرهنگ وزارت اطلاعات و فرهنگ با دکتور الهام محمدوف سفیر جمهوری آذربایجان در کابل، دیدار کرد و دربارۀ گسترش همکاری‌های فرهنگی. . .

BACK TO NEWS