د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, May 04 2026 2:07 PM
...

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۱۷مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه یې مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۶۶ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۴۸۵ ټوکه صادر شوي او وارد شوي او د الفرقان خپرندویې کتابونو او د احمد صمدي مطبعې د قرآن‌کریم د موضوع په اړه بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
دغه راز په دې ناسته کې د ارزونې، تألیف او د کتابونو د چاپ په اړه د خپرونو چارو د معین له لوري لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې او اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې ۵ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۲/۱۴ هـ ل

تازه ترین اخبار

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

Sun, May 03 2026 1:59 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Faryab, accompanied by a delegation, traveled to Andkhoy District.

During his visit, the Director met with media representatives and toured the public library of Andkhoy District. He urged media officials to be mindful of their responsibilities,. . .

BACK TO NEWS