(مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) په نامه علمي او کلتوري سفر تر سره شو

wasim_admin
Wed, May 06 2026 1:21 PM
...

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر مسؤلینو، لیکوالانو، شاعرانو او د یقین خصوصي ښوونځي مسؤلینو او زده کوونکو (مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) ترنامه لاندې د مطالعې کلتور د دودولو په موخه الینګار ولسوالۍ ته علمي او کلتوري سفر ترسره کړ، چې په دې سفر کې یې د الینګار  ولسوالۍ د عامه کتابتون لیدو ترڅنګ یو شمېر تاریخي ځایونه هم ولیدل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین هرکال د مطالعې د دودولو په موخه بېلابېلو سیمو ته علمي او کلتوري سفرونه کوي، ترڅو ولسونو ته د مطالعې کلتور دودولو پیغام ورسوي.
نوموړي زیاته کړه؛ الینګار ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې یې د مطالعې کلتور پیاړتیا په موخه د ولسوالۍ عامه کتابتون ته یو شمېر کتابونه ډالۍ کړل او د لارې په اوږدو کې یې پر زده کوونکو او د بېلابېلو سیمو پر اوسیدوونکو یو شمېر کتابونه هم وویشل.
دلیکوالانو، شاعرانو او د یقین خصوصي ښوونځي مدیر د یاد سفر امکاناتو برابرولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او داسې سفرونه یې د مطالعې کلتور د دودولو په برخه کې ګټور وبلل، د دوی په وينا؛ مطالعه مو هېواد له پرمختللو هېوادونو سره سیال کوي او بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو سبب کېږي.
ورته مهال زده کوونکو هم دا ډول علمي او کلتوري سفرونه د زده کوونکو د فکري رغونې، مطالعې سره د لا ښه اشنا کیدو او تفریح لپاره ګټور وبلل.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, May 06 2026 1:17 PM
Background image

Bayhaqi Bookstall Inaugurated in Badakhshan

A bookstall established by the Directorate for the Transcription of the Holy Qur’an and the Publication of Bayhaqi Books, under the Ministry of Information and Culture, has been. . .

Wed, May 06 2026 1:10 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s Fifth District

The Signage and Advertisement Reform Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture, carried out a field inspection of. . .

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

BACK TO NEWS