د (حماسو کاروان) کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
Wed, Aug 26 2026 4:16 PM
ږږږ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د حماسو کاروان (د سلګونو شهید شویو زده کوونکو ویاړلی کاروان، حماسې او خاطرې) کتاب مخکتنه وشوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ترڅنګ د یاد کتاب لیکوال مولوي ضیاءالحق حسان، نامتو لیکوال داد محمد ناوک، یو شمېر ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو هم ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښی ځای دی، چې یو ځل بیا د عامه کتابتونونو ریاست د داسې علمي غونډې کوربه دی او د حماسو کاروان کتاب مخکتنه کیږي. 
د ښاغلي صمیم په وینا؛ په تېرو شل کلن جهاد کې د اشغالګرو پر وړاندې د مدرسو طالب العلمانو ترڅنګ، د پوهنتونو زده کړیالانو، د ښونځیو زده کوونکو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو برخه اخیستې وه. ښاغلي صمیم له لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر شل کلن جهاد دوران کې د افغانانو د قربانیو، تکلیفونو او زحمتونو په اړه لیکنې وکړي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته مو تېر شل کلن جهادي تاریخ انتقال شي.
دغه راز د حماسو کاروان کتاب لیکوال مولوي ضیاءالحق حسان وویل: په تېر شل کلن جهاد کې د ټولنې د ټولو قشرونو قربانیو، تکلیفونو او زحمتونو مستند کول د لیکوالانو مسؤلیت دی او ټول لیکوالان باید په هېواد کې د اشغالګرو ترسره کړیو وحشتونو او ظلمونو په اړه لیکنې وکړي، ترڅو مو راتلونکي نسلونه د هېواد له ویاړلي تاریخ څخه خبر وي. د ښاغلي حسان په وینا؛ د حماسو کاروان کتاب ډېرې برخې حماسې خاطرې دي او له دې وروسته به هم هڅې کوو، چې دې ته ورته ارزښتمند کتابونه او نورې بېلابېلې نسخې ولیکو.
د ناستې په لړ کې نامتو لیکوال داد محمد ناوک، مولوي جاوید افغان او نورو ویناوالو د حماسو کاروان کتاب په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي حسان څخه یې د یاد کتاب لیکلو په موخه مننه وکړه، چې د میدان وردګو ولایت د شهید شویو طالب العلمانو، زده کړیالانو او زده کوونکو په حماسو یې خپل قلم خوځولی دی او د شهیدانو یاد یې تازه ساتلی دی.
ویناوالو د عامه کتابتون څخه د ورته نورو پروګرامونو او علمي سیمینارونو د جوړیدو غوښتنه هم وکړه. 
د یادونې وړ ده، چې د حماسو کاروان کتاب د میدان وردګو ولایت د هغو تنکیو نومورکو زلمیانو کیسې رانغاړي، چې په تش لاس یې د قوي ایمان په مرسته مجهز، منظم او د وخت جابر ځواک ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Aug 26 2026 2:52 PM
Background image

Deputy Minister for Tourism, Finance and Administrative Affairs Meets Kuwaiti Investor

On 12 Rabi al-Awwal 1448 AH, Mawlavi Qudratullah Jamal, Deputy Minister for Tourism, Finance and Administrative Affairs at the Ministry of Information and Culture, met in Kabul with. . .

Wed, Aug 26 2026 10:41 AM
Background image

Commission Holds Consultative Meeting on Reform of Signboards and Advertising Billboards

A consultative meeting of the Commission for the Reform of Signboards and Advertising Billboards was held under the chairmanship of Mr. Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications. . .

Wed, Aug 26 2026 8:11 AM
Background image

Deputy Ministry of Art and Culture Recognizes Outstanding Students of Kabul University’s Faculty of Fine Arts

On 11 Rabi’ al-Awwal 1448 AH The Deputy Minister of Art and culture at the Ministry of Information and Culture, Sheikh Abdul Rahman Taibi, on Tuesday recognized a number of talented and. . .

BACK TO NEWS