د خپرونو چارو معین بلخ کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

wasim_admin
Sun, Sep 20 2026 3:17 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار په شتون کې د بلخ ولایت د رسنیو له یو شمېر ژورنالیستانو او مسؤلینو سره وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو د افغانستان او ازبکستان هېواد ګډ سوداګریز بازار ته د راپورنو جوړولو لپاره د خبریالانو د لېږلو زمینه برابرولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل: له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بلخ کې د رسنیو او ژورنالیستانو پر وړاندې کومه ستره ستونزه نه ده رامنځته شوې. 
ژورنالیستانو زیاته کړه، چې د بلخ ولایت د رسنیو مسؤلین او ټول ژورنالیستان د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي او ټول ژورنالیستان د عامه افکارو د جوړولو او ساتلو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګندوي.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د رسنیو او ژورنالیستانو د ترسره کړیو فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هېواد د ټولو رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړ ته ژمن دی. ښاغلي فراهي ډاډ څرګند کړ، چې د شته ستونزو د حل وړاندیزونو ته د رسېدو او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.

۱۴۴۸/۴/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, Sep 20 2026 4:04 PM
Background image

Training Seminar on Strengthening Journalists’ Professional and Intellectual Capacity Held in Mazar-e-Sharif

On 7 Rabi al-Thani 1448 AH A one-day training seminar focused on strengthening the intellectual, ideological and professional capacity of journalists was held in Mazar-e-Sharif by the. . .

Sun, Sep 20 2026 3:35 PM
Background image

Deputy Minister for Publications Affairs Meets with Media Officials and Journalists in Balkh

On 7 Rabi al-Thani 1448 AH Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, met with a number of media officials and. . .

Sat, Sep 19 2026 2:19 PM
Background image

Deputy Minister for Tourism, Finance and Administrative Affairs Leads Delegation to Helmand

On 6 Rabi al-Thani 1448 AH Mawlawi Qudratullah Jamal, Deputy Minister for Tourism, Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Information and Culture, led a delegation on an. . .

BACK TO NEWS