د هرات اختیارالدین کلا کې ۱۲۰ غرفو کې لاسي صنایع او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول

wasim_admin
Sun, Sep 27 2026 3:07 PM
....

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د ترکیې هېواد اړوند ټیکا دفتر له لوري د سیاحت له اوونۍ سره هم‌مهاله، د دغه ولایت په اختیارالدین تاریخي کلا کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو څلورم نندارتون جوړ شو.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وویل: په دغه نندارتون کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو د نندارې او معرفي کولو په موخه ۱۲۰ غرفې جوړې شوې دي، چې له ډلې یې ۵۰ غرفې نارینه‌وو او ۷۰ غرفې ښځینه‌وو ته ځانګړې شوې دي، مسؤلینو زیاته کړه، چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه له سیمه‌ییزو هنرمندانو او صنعت‌کارانو ملاتړ او د هغوی د هنري اثارو او تولیداتو د معرفي کولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.
ورته مهال، په هرات کې د ټیکا دفتر رئیس ښاغلی کورشات ازدمیر وایي، چې دغه ادارې په هرات کې د هنري، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې شاوخوا ۲۰۰ پروژې پلې کړې دي.
د نندارتون ګډونوالو د دغه ډول نندارتونونو له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه د محصولاتو د معرفي کولو، د لاسي صنایعو د پلور او له خلکو سره د هنرمندانو د مستقیمې اړیکې لپاره مناسبه زمینه برابروي.
همداراز، د هرات د هنرمندانو اثار او تولیدات پراخو بازارونو ته ور وپېژندل په موخه د غرفو مسوولینو د لا ډېرو ملي او نړیوالو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Sep 28 2026 3:01 PM
Background image

Book Review Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 15 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Book Review Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting with the participation of the Commission’s members.
D. . .

Mon, Sep 28 2026 9:59 AM
Background image

Handicrafts and Artworks Showcased at 120 Stalls at Herat’s Ikhtiyaruddin Citadel

The fourth exhibition of handicrafts and artworks was held at the historic Ikhtiyaruddin Citadel in Herat Province as part of Tourism Week, with the cooperation of the Herat Directorate. . .

Sun, Sep 27 2026 1:11 PM
Background image

Study Competition on Decree No. 17 Held in Zabul with Participation of 1,700 Young People

On 14 Rabi’ al-Thani 1448 AH A study competition on the content and provisions of Decree No. 17 issued by the Supreme Leader of the Islamic Emirate was held in Zabul with the. . .

BACK TO NEWS