خوست او هلمند ولایتونو کې مشاعرې ترسره شوې

wasim_admin
Sat, Oct 10 2026 10:49 AM
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د جهادي ادب او ترنم د ستورو د خدمتونو د درناوي په موخه مشاعره ترسره شوه او همدارنګه د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په ګرشک ولسوالۍ کې د ښوراب حماسه په نوم مشاعره ترسره شوه، چې په دواړو مشاعرو کې د ولایتي مسؤلینو ترڅنګ سلګونو ادب پالو، شاعرانو او د شعر مینوالو ګدون کړی و.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه مشاعره د جهادي ادب او ترنم د مخکښو څېرو ملا فقیر محمد درویش، مولوي خیال بادشاه صادق او مولوي عبدالحکیم سجاد جرس د ادبي او حماسي خدمتونو د درناوي په موخه جوړه کړې ده.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د جهادي ادب او حماسي ډګر مخکښو څېرو د خپلو شعرونو، ترانو او ترنمونو له لارې ولسونو ته روحیه ورکړه او د وخت د مبارزې په بهیر کې یې مهم رول ترسره کړ.
د مشاعرې په ترڅ کې د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د شاعرانو او ترانو ویونکو له ترسره کړیو خدمتونو څخه مننه وکړه او له شاعرانو، لیکوالانو او ترانه‌ویونکو څخه یې وغوښتل، چې د اوسني وخت اړتیاوو ته په پام داسې ادبي او فرهنګي اثار رامنځته کړي، چې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ، ملي یووالي او د نظام د پیاوړتیا سبب شي.
ورته مهال د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د ښوراب حماسه په نوم مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښوراب اډې او هلته د ترسره شویو جهادي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر له ټولو ادب پالو، ليکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ويونکو څخه مننه وکړه، چې خپل شعرونه، نعتونه، ترنمونه او ترانې یې له ګډونوالو سره شريک کړل.
نوموړي شاعرانو او ليکوالانو ته په خطاب کې وويل: په خپلو شعرونو کې د ښوراب د فدايانو په څېر د دې هېواد د فدايانو او شهيدانو اتلولۍ او همدارنګه د کونډو او يتيمانو آهونه د قلم په ژبه بيان کړي.
د دواړو مشاعرو په لړ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو، څخه راغلو شاعرانو، نعت ویونکو او ترانه ویونکو د هېواد د ساتنې، ابادۍ، پرمختګ او یووالي په اړه خپل شعرونه، نظمونه، نعتونه او ادبي ټوټې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 10 2026 11:35 AM
Background image

Coordination Meeting Held with Journalists from Kapisa, Panjshir, and Parwan

The Kapisa Directorate of Information and Culture, in cooperation with the Afghanistan Independent Journalists Union, held a coordination meeting in Hesa Awal, Kohistan District, with. . .

Sat, Oct 10 2026 9:30 AM
Background image

MOIC Holds Meeting on Copyright Compliance and Protection of Authors’ Rights

Mawlawi Abdul Zahir Mukhlis, Director of Copyright at the Ministry of Information and Culture, held a meeting yesterday with representatives of state-run and private printing presses,. . .

Thu, Oct 08 2026 1:14 PM
Background image

Top Participants Honored at Seerat al-Nabi Speech Competition in Khost

The Khost Directorate of Information and Culture, in cooperation with the Al-Kawthar Intellectual and Cultural Organization, organized a speech competition on the Seerat al-Nabi (peace. . .

BACK TO NEWS