د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
Tue, Oct 27 2026 10:17 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او سیاحتي سیمو پر پراختیا خبرې وکړې.
یاد پلاوي د ګرځندوۍ، مالي او اداري چارو معینیت د سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ د امام قتیبه رحمه‌الله له زیارت څخه لیدنه وکړه او ویې ویل: امام قتیبه بن سعید رحمه‌الله د حدیثو له مشهورو امامانو څخه و، چې د حدیثونو په زده کړه، تدریس او خپرولو کې مهم خدمتونه ترسره کړي او امام بخاري، امام مسلم، امام ابو داود، امام ترمذي او امام نسائي رحمهم الله یې له مشهورو شاګردانو څخه وو.
د لیدنې پر مهال د یو تن سوداګر قاري بشیر دولت‌ زئی له لوري د زیارت د ترمیم او د مرمرو ډبرو د کار چارې پیل شوې وې. ښاغلي اسد د دغو هڅو ستاینه وکړه او له نوموړي یې مننه وکړه. همدارنګه، د زیارت کوونکو لپاره د غرفو د جوړولو ځایونه هم مشخص شول، ترڅو هغوی ته د اړتیا وړ توکو د پېر او پلور اسانتیا برابره شي.
په پای کې پلاوي د کوټه ستاره له تاریخي غونډۍ څخه هم لیدنه وکړه، د غونډۍ شاوخوا د دوکانونو لپاره یی نقشه طرحه کړل، ترڅو سوداګریز فعالیتونه منظم او د ښار ښکلا لا زیاته شي.
د یاد سفر موخه د بغلان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه او د هغو د ساتنې، سمسورتیا او پراختیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول وو.

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS