د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وویشل شوې

wares_admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۱
Samangan

پنج‌شنبه (۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېد موسسې په همکارۍ د اخستل شوې سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وويشل شوې.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب وويل: د خوشحالۍ ځای دی، چې ځوانان مو ځانونه د علم په ګاڼه سمبالوي او د رسول الله ﷺ د سيرت مبارک په واسطه په آینده کې له ځانونو پېژندل شوې څهرې او شخصيتونه جوړوي.

د اکټېډ موسسې د ځوانانو د تجارتي مهارتونو د پراختيا برخې استاد هجرت الله برمکي وويل: ددې سيالۍ څخه يې موخه د حضرت محمد ﷺ د روښانه سيرت سره د ځوانانو آشنا کول وو.

د يادونې وړ ده چې ددې سيالۍ لوړی مقام عبدالباسط، دوهم مقام نقیب الله، دريم مقام شراف الدين، څلورم  مقام احمدالله او پنځم مقام عبدالفتاح ګټلی و، چې د اکټېډ موسسې د مسؤلینو په موجوديت کې د لومړي مقام ګټونکي ته يو سيټ مبايل، دوهم ته د کلمې مبارکي میناتوري تابلو، دريم ته يک ټوک قرانکريم، څلورم ته يوه جوړه کالي همدا ډول د پنځم مقام ګټونکي ته يو قاب ساعت د ډالۍ په ډول او تر څنګ يې ټولو ته ستاينليکونه وويشل شول.

۲۰۲۴/۴/۲۵ میلادي
۱۴۰۳/۲/۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

ھلمند کې د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان وستایل شول 

پنجشنبه ( ۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان د يوی غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
Background image

د تاريخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوی کندز ولايت ته تللی

چهار شنبه ( ۷ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوي  د سروې او پروژې جوړونې په موخه کندز ولايت ته تللى.

یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ښار او شپږو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

د کتاب اونۍ په مناسبت د هېواد په ګن شمېر ولایتونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول

د روانې اونۍ په ترڅ کې چې د کتاب نړيوالې اونۍ په نوم نومول شوې ده، په پنجشیر، غزني، غور، بلخ، فاریاب، ننګرهار، نورستان، هلمند، میدان وردګ، سمنګان، فراه، بامیان او يو شمېر نورو ولایتونو. . .

BACK TO NEWS