معینیت فرهنگی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي 

الحاج مولوي عتيق الله عزيزي د مرحوم صوفي عزيزالله زوئ، په خټه "مومند حسن خېل" ۴۴ کاله وړاندې ۱۳۵۶ هـ ش کال کې د لوګر ولايت د مرکز ( پل علم ) اړوند د پادخواب شانه کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
عزیزي صاحب د دقیقې مطالعې، ښه استعداد، کلک استدلال، روڼ اند او ځلیدونکي ټنډي څښتن، عالم، فاضل لیکوال، شاعر، فصیح نطاق، د سیاسي چارو څیړونکی او خبیر شخصیت، مقاله لیکونکی، کیسه لیکوال، طناز او شاعردی. 
لومړنۍ زده کړې یې د هجرت دیار خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو ضلعې اړوند د افغان مهاجرينو د کاهي کمپ نعمانيه اسلاميه مدرسې کې  سرته رسولي، منځنۍ زده کړې یې د ميرانشاه په بحرالعلوم، دکاهي په سراج الاسلام  او د لوګر ولایت په دارالعلوم  اسلاميه نعمانيه مدرسه کې سرته رسولي دي، لوړې زده کړې او فراغت یې د پېښور حيات اباد په دار الفرقان مدرسه کې د حدیثو د نومیالي استاد  شيخ القران والحديث مولانا امان الله مروت نورالله مرقده څخه حاصلې کړي. 
عزیزي صاحب د تیر اسلامي امارت پر مهال په ۱۳۷۵ لمريز کال کې د لوګر داطلاعاتو او کلتور د رئیس په حیث په یاد  ولایت کې د فرهنګي او مطبوعاتي چارو اساس کېښود، تر دې وړاندې لوګر کې یواځې د باختر اژانس څانګه فعاله وه، له یو کال فعال خدمت وروسته په ۱۳۷۶لمريز کال کې  د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د لوئ رئیس په حیث وټاکل شو، کابو ۴ کاله یې د یاد ریاست دنده له ډیرو نوښتونو او بریاوو سره مل ترسره کړه. 
د اسلامي امارت له سقوط وروسته په ۲۰۰۱ میلادیز کال کې يې متفرقه او خورې ورې فرهنګي هڅې پیل کړې، په داخل او د هجرت دیار کې یې له ګڼو ورځپاڼو او رسنیو سره په مستعارو نومونو لکه خبیر احمد مجاهد، لطف الله مومند، لطیف عزم او نورو نومونو لیکنې نشرولې، د اشغال د زهرجنو تبلیغاتو او وحشتونو په اړه به یې تحلیلونه او تبصرې لیکلې. 
په ۲۰۰۳ میلادیز کال چې د اسلامي امارت له لوري د فرهنګي کمېسیون اساس کېښودل شو، عزیزي صاحب یې له مهمو او کلیدي مسؤلینو څخه و، د نورو ملګرو ترڅنګ یې د څرک، شهامت او مورچل مجلو او هم د الاماره ویب او سمعي بصري برخو په تاسیس او چلولو کې محوري کردار درلود، دغه ډول یې د څرک مجلې په مشخص مدیریت او مسؤلیت سربېره نیږدې یوه نیمه لسیزه د فرهنګي چارو کمېسیون د ختیځي حوزې (۲۲) ولایتونو د ساحوي مسئول په توګه دنده سرته رسولې ده.
کله چې امریکایي اشغال ختم او د اسلامي امارت تر سیوري لاندې اسلامي نظام راغی، نو د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د عمومي مشر په توګه وګمارل شو، بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري، مالي او ګرځندوئ معین په حیث وټاکل شو او دمګړۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه دنده سرته رسوي.
عزیزي صاحب تنها په رسمي دندې او مسؤلیت ځان ندی خلاص کړی، بلکې په مسلسل ډول یې د امارت اوهیواد په ټولو چاپي، بریښنایي او ټولنیزو سرچینو کې نه ستړې کیدونکې ونډه درلودلې. 
د نوموړي لیکلي آثار:
 ولونه ولونه (شعري ټولګه )
 ګل څانګه (د لنډو کیسو مجموعه ) 
طالبان په واکمنۍ کې (د معلوماتو غونډ).
او د خپرو شوو سیاسي او ادبي لیکنو غورچاڼ لري، چې تردې مهاله يو هم نه دي چاپ شوي


MOIC