د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه، د کمېسیون د ساحوي کمېټې فعالیتونه وارزول شول او په دې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې. د غونډې په لړ کې د کمېسیون اداري موضوعات هم تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې کمېسیون ته راجع شوي ۱۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، ترڅو یې په اړه راتلونکي ناسته کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
