زابل کې د کتاب لوستنې دود تر پخوا غښتلی شوی دی
شنبه (۱۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون مسؤلین وايي: د ځوانانو ترمنځ مطالعه او کتاب لوستنه زیاته شوې او له دې کتابتون څخه په ورځني ډول د بیلابیلو برخو سلګونه کتابونه د مطالعې په موخه وړل کيږي.
د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالوالي بشرمل وویل:هڅه کوو چې ځوانانو ته د مطالعې کولو لپاره نوره هم ښه زمينه برابره کړي.
د عامه کتابتون مدیر ضیاالحق ضیا د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: په ورځني ډول لسګونه ځوانان د بیلابیلو برخو کتابونه وړي او مطالعه کوي يې.
د زابل ولايت یو شمېر ځوانان وايي: خوښ دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ورته د مطالعې کولو زمينه برابره کړې ده.
۲۰۲۴/۴/۲۷ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۸ ھــ ل