لوګر کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمد الله ذاهد د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د سیمه‌ئیزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ډول سیمینارونو جوړول د خبریالانو د ظرفیتونو لوړونې لپاره مهم دي، د ښاغلي اسلامیار په وینا؛ لوګر ولایت لیکوالانو او قلموالو مبارزینو د تېر شل کلن کفري اشغال پر مهال د اشغالګرو پر وړاندې د رسنیزې جګړې او فکري مبارزې په برخه کې د پام وړ کار کړی دی، چې د ستاینې وړ دي.
همدارنګه د خپرونو چارو معین ښاغلي‌ مهاجر فراهي د رسنیو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: له نیکه مرغه تر ډېره د رسنیو ستونزې حل شوې اړ د ټولو رسنیو، خبریالانو، قلموالو مبارزینو، د جوماتونو امامانو، قومي مخورو او استادانو ایماني او ملي وجیبه ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) ټول فرامین او احکام تر ولسونو ورسوي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ معین مولوي احمدالله زاهد وویل: اوس د هېواد په کچه ملوک‌الطوایفي نظامونه نشته؛ ټول هېواد کې یو واحد اسلامي نظام حاکم دی، پکار ده، چې د دې ستر نعمت شکرانه ادا کړو او د ثبات، پرمختګ او لا پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړو.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د لوګر ولایت د خبریالانو په استازوالۍ  خان والي احمدزي او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د خبریالۍ د اصولو او بنسټونو او د خبریالانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ د هېوادوالو په افکارو او ذهنیتونو کې د څو لسیزو فکري او فرهنګي جګړو اغېزې پاتې دي، نن د قلم خاوندانو او فکري شخصیتونو ته تر بل هر وخته ستر مسؤلیت لري. دوی باید د خپل قلم حق ادا کړي، تر څو ټولنه روښانه راتلونکي پر لور رهبري شي. د اسلامي اُمت بریا او پرمختګ د قلم او په علم سمبال ځوانانو پورې اړه لري، نو له ټولو ځوانانو څخه هیله کوو، چې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړې ته هم جدي پاملرنه وکړي.
ویناوالو د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، قلموالو مبارزینو او مطبوعاتي فعالانو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: اغېزمنه مبارزه هغه ده، چې د راتلونکو نسلونو د فکري ودې لپاره کار وکړي. د دوی په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو رسنیو او خبریالانو پوره ملاتړی دی، چې ښه بېلګه یې په هېواد کې د تېر کال په لړ کې د لسګونو نویو رسنیو فعالېدل دي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د خبریالانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو د ظرفیت لوړونې او استعدادونو د ودې لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړي.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۲
Background image

لوګر کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۵
Background image

له قلموالو مبارزینو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو او  ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د قلموالو مبارزینو، ځوانانو،. . .

BACK TO NEWS