مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: په دغه نندارتون کې د مقر ولسوالۍ د عامه کتابتون د کتابونو ترڅنګ، د یادې ولسوالۍ د کتاب پلورونکو له لوري زرګونه ټوکه اسلامي، تاریخي، تدریسي او معلوماتي کتابونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې سلګونو کسانو ترې لیدنه وکړه.
ښاغلي نثار زیاته کړه، چې د پوهې کاروان د نندارتون موخه په ټولنه کې د کتاب ارزښت پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، لرې پرتو سیمو ته د فرهنګي فعالیتونو غځول، د لیکوالانو او ژباړونکو نوي چاپ شوي آثار ټولنې ته وړاندې کول او کتاب پلورونکو ته د بازار موندنې زمینه برابرول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د کتابونو نندارتون جوړېږي او هڅې دي چې د ورته فرهنګي فعالیتونو لړۍ د غزني نورو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.
۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق
