هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه، چې دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزی، یو شمېر مجاهدینو، علماوو، فرهنګیانو او د دغه ولایت اوسېدونکو پکې ګډون کړی و، د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ورځې نمانځنه د مهمو تاریخي پېښو د ژوندي ساتلو، د افغانستان د خلکو د مبارزو د معرفي کولو او نوي نسل ته د تاریخي ارزښتونو د لېږد په موخه ترسره کېږي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزی په دې مراسمو کې وویل: د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د هېواد د دفاع په لار کې د افغانستان د خلکو د مېړانې او سرښندنو ته د درناوي څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلکو د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې د سترو قدرتونو پر وړاندې مقاومت کړی او په تېرو سلو کلونو کې یې درې ستر نړیوال قدرتونه مات کړي دي.
نوموړي همداراز وویل: د اسلامي امارت یو شمېر مشران په بېلابېلو پړاوونو کې د شوروي ځواکونو او د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو پر وړاندې په جهاد او مقاومت کې حضور درلود. هغه د تېر شل کلن اشغال د دورې په اړه وویل: د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال هغه کسان چې جهادي لیدلوری یې درلود، له بېلابېلو فشارونو او چلندونو سره مخ کېدل.
پخوانیو مجاهدینو؛ وکیل احمد مجاهد او استاد سیداحمد قتالي د سترو قدرتونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو بریا د مقاومت، ټینګ هوډ او د الهي نصرت پایله وبلله.
د یادونې وړ ده، چې د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د هېواد په تقویم کې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې له مهمو تاریخي پېښو څخه ګڼل کېږي.
۱۴۴۸/۳/۵ هـ ق
