د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
..

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛ د عامه کتابتونونو ریاست په هېواد کې معتبر علمي او فرهنګي مرکز دی، چې د پوهانو، محققینو او مطالعه کوونکو پر مخ یې تل خپلې دروازې پرانیستې ساتلې دي او هره ورځ سلګونه زده‌کوونکي، زده کړیالان او څېړونکي د مطالعې، لیکنو، څېړنو او علمي پرمختګ په موخه دې علمي مرکز ته مراجعه کوي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې په همدې موخه د عامه کتابتونونو ریاست د خپلو خدماتو د لا پراختیا په موخه د شپې تر لسو بجو پورې د هېوادوالو پر مخ پرانیستی دی، ترڅو درانه ځوانان وکولای شي، په ارامه او مناسب چاپېریال کې خپلې مطالعې، څېړنې او علمي چارې پر مخ یوسي او ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول ځوان نسل، زده کړیالانو او زده‌کوونکو ته په درنښت بلنه ورکوو، چې دې علمي او فرهنګي مرکز ته تشریف راوړي او له شته کتابي زېرمو، د مطالعې له مجهزو تالارونو او نورو علمي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامه کتابتون تالارونه هر ورځ د مازدیګر تر څلور بجو پرانیستي وو.

۱۴۴۸/۱/۵ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS