محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۹
..

عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، یو شمېر نورو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د عینګ راډیو او باران مډیا ګروپ مشر وویل: د عینک راډیو د دویمې څانګې له فعالولو څخه موخه، د رسنیز پوښښ پراختیا، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي اسانتیا او د اغېزمنو ښوونیزو پروګرامونو وړاندې کول دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، په محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک راډیو د دویمې څانګې پرانیستل د لوګر په رسنیز ډګر کې ښه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو د ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې اغیزمنې هڅې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په لوګر کې شپږ خصوصي، دوه دولتي او دوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د دغه وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د «اداري سیسټمونو او مراسلاتو سره د بلدتیا» اووه ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

چهارشنبه (٣ د ربیع الثاني ١٤٤٨) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت له لوري  د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست ۳۴ تنو کارکوونکو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز کې ځوانانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې لسګونو تنو ځوانانو او زده‌کوونکو ته د فکري روزنې په نوم یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS