اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
...

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان فرهنګ په اړه معلوماتو ورکولو وروسته د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول  مهم یاد کړ او د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره يې ځوانانو ته يو شمېر لارښوونې وکړې.
په ناسته کې نورو ویناوالو هم د ناوړه دودونو په برخه کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان مهم وباله او د دغه فرمان د پلي کولو په برخه کې یې په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS