اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان فرهنګ په اړه معلوماتو ورکولو وروسته د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم یاد کړ او د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره يې ځوانانو ته يو شمېر لارښوونې وکړې.
په ناسته کې نورو ویناوالو هم د ناوړه دودونو په برخه کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان مهم وباله او د دغه فرمان د پلي کولو په برخه کې یې په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق