غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

wasim_admin
Tue, May 19 2026 9:42 AM
.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغې غرفې پرانیسته د کتاب لوستنې او مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا او مطالعاتي سرچینو ته د اسانه لاس رسي په برخه کې یو اغیزمن ګام وبللو او ډاډ یې څرګند کړ، چې د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د پراختیا لپاره پوره هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا؛ د هېواد د پرمختګ او د ټولنې ویښتابه له مهمو لارو څخه یوه د علم او پوهې ترلاسه کول دي، چې دا کار د دیني، فرهنګي او عصري معتبرو کتابونو د مطالعې له لارې ممکن دی او ځوانان باید په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه اغېزمنه استفاده وکړي.
ورته مهال په غور کې فرهنګي فعالانو، لیکوالانو او د مطالعې مینه‌والو د بیهقي کتاب پلورنځي غرفې پرانیسته د مطالعې د فرهنګ د بډاینې او ګټورو سرچینو د لاس رسي په برخه کې یو مهم اقدام وباله او له دې نوښت څخه یې هرکلی وکړ.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق