زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیقپاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه هر کال لسګونه ځوانان فارغېږي او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي، نوموړي له خلکو څخه وغوښتل، چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز ته واستوي.
غونډه کې نورو ویناوالو هم د عصري او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې د لا ډېرو زده کړو او مهارتونو ترلاسه کولو ته وهڅول.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ مسلکي زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو له زده کړوو سره سره د یو ښه مسلک او مهارت خاوندان شي.
دغه راز د زابل د ځوانانو چارو آمر وویل: دغه لسګونه تنه ځوانان د کمپیوټر شپږ میاشتنیو بېلابېلو پروګرامونو له زده کړو څخه فارغ شول، د نوموړي په وینا د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه نور ښوونیز او مسلکي پروګرامونه هم په پلان کې دي، چي په نږدې راتلونکي کي به عملي شي.
۱۴۴۷/۱۲/۸ هـ ق