د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Sat, Oct 03 2026 3:35 PM
..

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د اترا ادارې د استازو په شتون کې د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې له رسنیو سره د ښې همغږۍ، ستونزو او لاسته رواړنو په اړه بحث وشو، ترڅو د رسنیو او اړونده ادارو ترمنځ همغږي لاپیاوړې شي. 
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د رسنیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې تل یې له دغه ریاست سره په پوره همغږۍ او د اسلامي امارت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره خپرونې جوړې او خپرې کړي دي.
په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د اترا ادارې استازي قاري احسان الله احمدي د رسنیو له مسولینو څخه وغوښتل چې د راډیو ګانو آنتنونو لپاره د جوازونو اخیستو تر څنګ د فریکونسیو فلترونه هم نصب کړي. 
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هروخته همکاریو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د اصولو او قانون په پام کې نیولو سره به د حکومت او ملت ترمنځ د باور فضا رامنځته کیدو په موخه بې پرې او اغیزمنې خپرونې جوړې او خپرې کړي.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق