د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین د ازادۍ مطبعې څخه لیدنه وکړه

moic_admin
Thu, Nov 24 2022 2:35 PM
muhajer-moic

نن پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ هـ ش د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي "مهاجر فراهي"، د دولتي ازادۍ مطبعې څخه لیدنه وکړه، چې پرمهال یې د چاپي رسنیو رئیس ښاغلي "نبیل"، د مطبعې رئیس ښاغلي "مولوي عبدالرحمان آغا" او ځینو نورو مسئولینو حضور درلود.
د ازادۍ مطبعې مسئولینو وویل، د ازادۍ مطبعه چې ۱۵۰ کلونه قدامت لري، په داسي عصري ماشینرۍ او مجهزو امکاناتو سمبال ده، چې ځیني ګاونډي هیوادونه هم هغه ماشینرۍ نلري، خو ستونزه دا ده چې دولتي ادارې ورته د چاپ په موخه مراجعه نکوي، مسئولینو زیاته کړه، چې دوی په نژدې راتلونکي کې د هیواد په کچه د لوړ معیار درلودونکي قرآن کریم د چاپېدو هوډ لري.
نشراتي معین ښاغلي مهاجر په خپلو خبرو کې د مطبعې په لوړه کچه معیاري ماشینرۍ او د مسئولینو هڅې وستایلې او پر دولتي ادارو یې ږغ وکړ، چې د چاپي موادو لپاره دي یادي مطبعې ته مراجعه کوي، څو یې کار هم معیاري شوی وي او ترڅنګ به یې ګټه د دولت بودجې ته ورسیږي.