اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت اړوند ښوونیز مرکز څخه د ویناوالۍ، کمپیوټر او انګلیسې ژبې زده کړو له ټولګیو څخه ۲۰۰ تنه ځوانانو فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل: اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي او کلتوري چارو ترڅنګ د ځوانانو روزنې لپاره بېلابېلو برخو کې زده کړیز ټولګي برابر کړي او هڅه کوي، چې دغو پروګرامونو ته لازیاته پراختیا ورکړي، ښاغلي نوراني ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ترلاسه کړیو زده کړو بسنه و نه کړي او د نورو زده کړو ترلاسه کولو لپاره هم هڅه وکړي.
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو امر وویل: سلګونو ځوانانو ته د عملي زده کړو ترڅنګ د بېلابېلو موسسو په همکارۍ حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده او ډېر ژر به په یاد ښوونیز مرکز کې د قران الکریم تجوید او عربي ژبې د زده کړو ترڅنګ یو شمېر نورو برخو کې هم ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
دغه راز فارغ شویو ځوانانو په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د دغو روزنیزو پروګرامونو له لارې به یې وړتیاوې لا نورې هم پیاوړې شي.
۱۴۴۷/۳/۳۰ هـ ق
