بدخشان کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ د ودې او د خلکو دیني او فرهنګي سرچینو ته د لاسرسي په موخه، بدخشان ولایت کې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او فرهنګي شخصیتونو په شتون کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو وویل: د یادې غرفې پرانیستل په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره یو اغیزمن ګام دی، مسؤلینو د ولسونو فکري او فرهنګي ودې په برخه کې د کتاب پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه راز مسؤلینو دا اقدام د خلکو فرهنګي اړتیاوو ته د پاملرنې څرګندونه وبلله او د اړوندو ادارو له ترسره کړیو هڅو څخه یې مننه وکړه، مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې مرکز د لا بډاینې لپاره به هڅې روانې وساتي.
ورته مهال د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست اړوند د خصوصي خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو مسوول وویل: د دې غرفې د بډاینې په موخه ۵۸ بېلابېل عنوانه کتابونه، چې پکې دیني او عصري علومو آثار شامل وو، یادې غرفې ته ډالۍ شول.
د بدخشان ولایت یو شمېر فرهنګي شخصیتونو د دې اقدام هرکلی وکړ او د داسې مرکزونو جوړول یې د کتاب لوستنې فرهنګ د پیاوړتیا او د ټولنیزې پوهاوي د زیاتولو په برخه کې مهم وبلل او دا یې د راتلونکو نسلونو د ښه فرهنګي راتلونکي لپاره یو هیله‌بښونکی ګام وباله.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د هرات په اختیارالدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هرات سیمه‌ییز موزیم د پیاوړتیا په موخه په اختیار الدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې ۷۵۰ د اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۱
Background image

(مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) په نامه علمي او کلتوري سفر تر سره شو

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر مسؤلینو، لیکوالانو، شاعرانو او د یقین خصوصي ښوونځي مسؤلینو او زده کوونکو (مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) ترنامه لاندې د مطالعې کلتور د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې

د بادغیس او فراه ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په همکاریو د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې. . .

BACK TO NEWS