بدخشان کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

wasim_admin
Wed, May 06 2026 1:12 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ د ودې او د خلکو دیني او فرهنګي سرچینو ته د لاسرسي په موخه، بدخشان ولایت کې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او فرهنګي شخصیتونو په شتون کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو وویل: د یادې غرفې پرانیستل په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره یو اغیزمن ګام دی، مسؤلینو د ولسونو فکري او فرهنګي ودې په برخه کې د کتاب پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه راز مسؤلینو دا اقدام د خلکو فرهنګي اړتیاوو ته د پاملرنې څرګندونه وبلله او د اړوندو ادارو له ترسره کړیو هڅو څخه یې مننه وکړه، مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې مرکز د لا بډاینې لپاره به هڅې روانې وساتي.
ورته مهال د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست اړوند د خصوصي خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو مسوول وویل: د دې غرفې د بډاینې په موخه ۵۸ بېلابېل عنوانه کتابونه، چې پکې دیني او عصري علومو آثار شامل وو، یادې غرفې ته ډالۍ شول.
د بدخشان ولایت یو شمېر فرهنګي شخصیتونو د دې اقدام هرکلی وکړ او د داسې مرکزونو جوړول یې د کتاب لوستنې فرهنګ د پیاوړتیا او د ټولنیزې پوهاوي د زیاتولو په برخه کې مهم وبلل او دا یې د راتلونکو نسلونو د ښه فرهنګي راتلونکي لپاره یو هیله‌بښونکی ګام وباله.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, May 06 2026 1:17 PM
Background image

Bayhaqi Bookstall Inaugurated in Badakhshan

A bookstall established by the Directorate for the Transcription of the Holy Qur’an and the Publication of Bayhaqi Books, under the Ministry of Information and Culture, has been. . .

Wed, May 06 2026 1:10 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s Fifth District

The Signage and Advertisement Reform Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture, carried out a field inspection of. . .

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

BACK TO NEWS